د آسیايي پرمختیايي بانک درې میلیونه ډالري مرسته د افغانستان ختیځ کې زلزله‌ځپلو لپاره

آسیايي پرمختیايي بانک اعلان وکړ چې د بیړنیو مرستو په چوکاټ کې یې درې میلیونه ډالر په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو سویو لپاره ځانګړي کړي دي.
د آسیايي پرمختیايي بانک درې میلیونه ډالري مرسته د افغانستان ختیځ کې زلزله‌ځپلو لپاره

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ آسیايي پرمختیايي بانک ویلي چې درې میلیونه ډالر یې د افغانستان د وروستۍ زلزلې زیانمنو سویو د بیړنیو مرستو لپاره منظور کړي دي. ماساتو کاندا، د آسیايي پرمختیايي بانک رئیس، د دغې مرستې د اعلان پر مهال وویل چې مالي سرچینې به ددې بانک د آسیا او اوقیانوسیه د طبیعي آفتونو د غبرګون له صندوق څخه برابرې سي. د هغه په وینا، دغه پیسې به په عمده توګه د شاوخوا ۶۰ زره کسانو لپاره د خوراکي مرستو د برابرولو په برخه کې ولګول سي. ښاغلي کاندا په یوه اعلامیه کې لیکلي: « د سختو ننګونو شېبو کې، آسیايي پرمختیايي بانک یو ځل بیا د افغانستان له خلکو سره خپل یووالي او د عملي او هیله‌بخښونکو مرستو د وړاندې کولو ژمنتیا څرګندوي.» دا په داسې حال کې ده چې د وروستۍ زلزلې زیانمن سوي کسان، په ځانګړې توګه د کنړ ولایت اوسېدونکي، د مرستو په ترلاسه کولو کې د ځنډ شکایت لري. دوی وایي چې له زلزلې څو اوونۍ وروسته، لا هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو لکه خواړه، سرپناه او حفظ‌الصحې وسایلو په تأمین کې له جدي ستونزو سره مخ دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x