خالد حنفي: د طالبانو مخالفین د خدای دښمنان دي

خالد حنفي، څرګنده کړه چې ددې ډلې مخالفین د خدای دښمنان دي او طالبانو ته لازمه نه ده چې د دغو مخالفینو له لوري د لګول سویو بندیزونو څخه ووېرېږي.
خالد حنفي: د طالبانو مخالفین د خدای دښمنان دي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ خالد حنفي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر، په خپلو وروستیو ویناوو کې څرګنده کړه چې د دې ډلې مخالفین د خدای دښمنان دي او طالبانو ته لازمه نه ده چې د دغو مخالفینو له لوري د لګول سویو بندیزونو څخه ووېرېږي. سیف‌الرحمان خیبر، د دې وزارت ویاند، د شنبې په ورځ، د سنبلې په ۲۹مه، د حنفي وینا خپره کړه چې په هغه کې د طالبانو پر ضد د بندیزونو موضوع یاده سوې وه. حنفي په دې وینا کې څرګنده کړه چې طالبان باید شکر ادا کړي چې مخالفین یې د ځان دښمنان ګڼي. هغه ټینګار وکړ چې طالبان باید له بندیزونو ونه وېرېږي، ځکه دغه بندیزونه د خدای د دښمنانو له خوا لګول کېږي. هغه زیاته کړه: «خدای ج حضرت ابراهیم ژغورلی و، هماغه خدای اوس هم سته او موږ باید د بندیزونو له امله شکر ادا کړو او ونه وېرېږو.» دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر د خپلو بندیزونو په لېست کې شامل کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x