د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ ښاغلي زاخېلوال تېره شپه (د قوس ۱۲مه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې له حامد کرزي سره په سفر خوښ دی. حامد کرزی له افغانستانه ووت. هغه زیاته کړه، له ډېر وخت وروسته خوښ یم چې یو ځل بیا له قدرمن مشر او خپل ګران ملګري پخواني ولسمشر حامد کرزي سره سفر کوم. هیواد ته راستنیدل ډیر خوندور دی. د ژر بیرته راتلو په تمه یم! زاخېلوال په ډاګه نه کړه، چې دوی کوم هېواد ته سفر کوي. خو حامد کرزي ته نږدې ځینو نورو سرچینو ویلي چې نوموړی دوبۍ متحده عربي اماراتو ته روان دی. ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ او د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د افغانستان د یو شمېر سیاسي مشرانو تر منځ پټه غونډه په دوبۍ کې وشي. ملا یعقوب مجاهد، انس حقاني او یو شمېر نور سیاسي شخصیتونه هم دوبۍ ته تللي دي. اشرف غني ته ځینو نږدې کسانو ویلي چې دا غونډه به د افغانستان په اړه جوړه شي او هیله لري چې ښې پایلې به ولري.

- 45
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=1466
- کې خپور شو 1:49 ب.ظ
- د خبر شمیره 1466
- 14 قوس 1401
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=1466
- کې خپور شو 1:49 ب.ظ
- د خبر شمیره 1466
- 14 قوس 1401
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:49 - 14 قوس 1401
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments