جی۷ او اروپایي اتحادیه: سیاسي کثرت‌باوري او ټول‌شموله حکومت د افغانستان د بریا کِلی ده

د جی۷ هېوادونو او اروپایي اتحادیې استازو په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې بین‌الافغاني ټول‌شموله بهیر، سیاسي کثرت‌باوري او ټول‌شموله حکومت د افغانستان د ریښتینې بریا لپاره بنسټیز اهمیت لري.
جی۷ او اروپایي اتحادیه: سیاسي کثرت‌باوري او ټول‌شموله حکومت د افغانستان د بریا کِلی ده

د «جی۷» ډلې ځانګړو استازو او د اروپایي اتحادیې استازو په ګډه اعلامیه کې پر دې ټینګار سوی چې د افغانستان د خلکو ملاتړ به د نړیوالې ټولنې له لوري دوام وکړي او د یوه ټول‌شموله سیاسي بهیر جوړېدل اړین دي. د جی۷ هېوادونو او اروپایي اتحادیې استازو د پنجشنبې په سهار (د میزان ۱۰مه) په لندن کې له یوې ناستې وروسته په اعلامیه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو تر مشرتابه لاندې د «جامع تګلاره» په نوم بهیر د افغانستان په اړه ارزول سوی دی. د دغو هېوادونو استازو هیله څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي او نوی ځانګړی استازی به له ټاکل کېدو وروسته د دې هڅو د پرمخ بیولو لپاره په واحد دریځ کې بشپړه پاملرنه وکړي. یادې ډلې ټینګار کړی چې دا باید یو بین‌الافغاني ټول‌شموله بهیر وي او څرګنده یې کړه چې په پای کې سیاسي کثرت‌باوري او ټول‌شموله حکومت‌ولۍ د افغانستان د ریښتینې بریا لپاره ضروري دي. یادونه باید وسي چې د جی۷ ډلې غړي هېوادونه عبارت دي له: جرمني، امریکا، بریتانیا، ایټالیا، جاپان، کاناډا او فرانسه، او اروپایي اتحادیه هم د یوه غیررسمي غړي په توګه په غونډو کې ګډون کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x