جرمني او طالبانو د ملکی الوتنو پر مټ د افغان کډوالو د بېرته لېږدولو په اړه خبرې وکړې

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي له محمد نبي عمري سره لیدنه وکړه. د دې ناستې اصلي موضوع د هغو افغان وګړو د بېرته لېږد څرنګوالی وو، چې په آلمان کې یې جرمونه کړي او محکمې پرې پرېکړې کړې دي.
جرمني او طالبانو د ملکی الوتنو پر مټ د افغان کډوالو د بېرته لېږدولو په اړه خبرې وکړې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکي د چهارشنبې په ورځ، د میزان په ۹مه، په کابل کې د طالبانو د سرپرست حکومت له معین محمد نبي عمري سره د افغان مجرمینو د بېرته استولو په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالـمتین قانع، د آلمان له ARD تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، دا ناسته په «ملګرتیا او مثبته» فضا کې ترسره سوې ده. د ده په وینا، د آلمان پلاوي او د طالبانو چارواکو د آلمان څخه افغانستان ته د افغان مجرمینو د لېږد لپاره پر بېلابېلو لارو چارو بحث کړی دی. قانع زیاته کړې چې د آلمان څخه کابل ته د چارټر الوتنو لوړ لګښت ته په کتو، دواړو لورو د ملکي الوتنو له لارې د بېرته استولو پر امکان هم خبرې کړې دي. دا لومړی ځل دی چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی په ښکاره ډول د طالبانو د حکومت له چارواکو سره په کابل کې ګوري. دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د مهاجرت او د رد سوو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو موضوع د دواړو لورو ترمنځ یوه مهمه او جنجالي مسئله بلل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x