د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي سلاکار لیونارډو ګارنیر د جمعې په ورځ په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو سختو بندیزونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشارونه وساتي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي سلاکار د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په ښوونځیو کې د تعلیمي نصاب د بدلون په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د نړۍ هیڅ هیواد د افراطیت تعلیم څخه خوندي نه دی. هغه ټینګار وکړ چې موږ باید د افغانستان په څېر هېوادونو ته پام وکړو. په افغانستان کې د طالبانو له نږدې دوه کلنې واکمنۍ وروسته ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه په دې باور دي چې طالبان د خپلو محدودیتونو د بدلولو اراده نه لري. په دې موده کې نړۍ دې ته انتظار وه چې طالبان به کومه تګلاره غوره کړي چې د طالبانو د چلند پر بنسټ خپلې اړیکې سمې کړي. که څه هم ځینو هېوادونو د سیاسي اړخونو او د افغانستان د جغرافیې د حساسیت له امله له طالبانو سره تماسونه نیولي، خو په رسمي ډول یې دغه ډله نه ده منلې. نن ورځ نړۍ درک کړې چې طالبان د خپلې تګلارې د بدلولو په لټه کې نه دي او د ازادۍ او ډیموکراسۍ پر ضد پر سیاستونو ټینګار کوي. همدا لامل دی چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سلاکار په دې باور دی چې پر طالبانو باید تر هغو فشارونه وساتل شي تر څو چې هغوی د بشري حقونو او نورو مسایلو په اړه ځواب ویونکي وي. تجربې ښودلې ده چې د افغان حکومت پر وړاندې ډېر انعطاف ښودل د درد دوا نه ده کړې، نو ملګري ملتونه به هم دې نتيجې ته ورسېږي چې د طالبانو پر وړاندې له نورو لارو کار واخلي. د پایلې په توګه، متقابله پالیسي چې د طالبانو ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکوي، نه یوازې دا چې وضعیت ښه نه کوي، بلکې دوی د خلکو په وړاندې د محدودیتونو رامینځته کولو او دوام ته لیوالتیا ورکوي.

- 54
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=5671
- کې خپور شو 7:08 ب.ظ
- د خبر شمیره 5671
- 17 اسد 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=5671
- کې خپور شو 7:08 ب.ظ
- د خبر شمیره 5671
- 17 اسد 1402
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 19:08 - 17 اسد 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

سید حسن نصرالله؛ د لبنان د نوې هویت جوړونکی او د مقاومت مرکز
13:22 - 6 میزان 1404

د اربعین زیارت معنوي او سیاسي اغیزې د اسلامي امت په تحرک او یووالي باندې
13:53 - 24 اسد 1404

د طالبانو څلورم کلیزه او په نړیوال نظام کې د افغانستان ځای
18:24 - 21 اسد 1404

د پیژندلو دمخه، وړتیا راوړئ!
18:31 - 23 سرطان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments