بګرام ته د امریکا بیا راتګ؛ د ناامنۍ او ویجاړۍ بېرته راتګ

د ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې د بګرام د بېرته نیولو لپاره د طالبانو سره خبرې اترې کوي، د امریکا د سیاستونو ریاکاري په افغانستان کې بربنډوي. بېا راتګ بګرام ته د امنیت لپاره نه، بلکې د ترهګرۍ سره د معاملې لپاره دی.
بګرام ته د امریکا بیا راتګ؛ د ناامنۍ او ویجاړۍ بېرته راتګ

د بګرام هوایي اډې د بېرته ترلاسه کولو لپاره له طالبانو سره د خبرو په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې نه یوازې د امریکا د سیاست ژور تضادونه په افغانستان کې بربنډوي، بلکې یو ځل بیا ښيي چې متحده ایالات هېڅکله د ملتونو له وینې او برخلیک سره د لوبې کولو نه دي ستړي سوي. طالبان او امریکا د یوې سکې دوه مخونه دي؛ یو د «جهاد» تر شعار لاندې او بل د «ډیموکراسۍ» په نوم، خو په عمل کې یې یوازینی لاسته راوړنه وژنه، وراني او د افغانستان د سرچینو لوټ وو. ډونالډ ټرمپ چې په سپینه ماڼۍ کې یې د «بګرام پرېښودل یوه تېروتنه» وبلله، په حقیقت کې د امریکا د خلکو د امنیت خبره نه کوله، بلکې د هغه ستراتیژیک کارت له لاسه ورکولو یادونه یې کوله چې د امریکا د واک لپاره مهم وو. بګرام د امریکا لپاره هغه اډه وه چې له لارې یې پر منځنۍ آسیا، چین، ایران، روسیه او ټول منځني ختیځ باندې لوړوالی درلود. خو نیمګړتیا هلته څرګندېږي چې همدا امریکا، چې طالبان یې شل کاله «ترهګر» بلل، نن له «هماغو طالبانو» سره د خبرو ادعا کوي څو بېرته بګرام ترلاسه کړي. ایا دا د ریاکارۍ او فریب ښکاره اعتراف نه دی؟ تاسو (امریکا) چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې او د دیموکراسۍ راوستلو په شعار افغانستان ته راغلی وئ، هماغه ورځ مو طالبان ترهګر بلل. شل کاله د دې خاورې د ځوانانو، ښځو او ماشومانو وینه تاسو او طالبانو یوځای توی کړه. شل کاله مو د افغانستان سرچینې لوټلې، یو فاسد حکومت مو جوړ کړ او خپل غلام، اشرف غني خاین، مو پر خلکو تپلی و. هماغه غني چې ستاسو او د حقاني شبکې په تباني یې د بیت‌المال پیسې غلا کړې او وتښتېد. نن په افغانستان کې له شلو ډېری ترهګرې ډلې فعالې دي، چې دا ستاسو د حضور او سیاستونو مستقیمه پایله ده. نو دا ډېره بې‌شرمانه ده چې تاسو یو ځل بیا د بېرته راتګ خبره کوئ.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x