بهر ته د ډالرو پر ډېر لېږد او قاچاق جدي بندیز

د ریاست الوزرا

د معمار آژانس د خبر له مخې؛  د ریاست الوزرا له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تر دې وروسته هېڅوک نه شي کولای چې د هوايي ډګرونو له لارې تر ۵ زرو او د ځمکې له لارې تر ۵۰۰ زیات ډالر په نغدي ډول له ځان سره یوسي.
په خبرپاڼه کې راغلي، که هرچا له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړه، ورسره نیول شوي ډالر به یې افغانستان بانک ته سپارل کېږي او دی به بندي شي.
د سرچینې د ملعوماتو له مخې، له یو میلیون زیاتو ډالرو پر انتقال یو کال، د سل زره ډالرو پر انتقال یوه میاشت او تر دې کم بیا لس ورځې زندان ورکول کېږي.
په خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې چې هېواد ته د بهرنیو اسعارو په رالېږد هم بندیز لګېدلی او هېڅوک نه شي کولای چې د سیمې هېوادونو کرنسۍ هېواد ته راوړي.

بیشتر بخوانید:  یوناما: د ښځو پر وړاندې له پرله پسې محدودیتونو سره سره، موږ په افغانستان کې پاتې کیږو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x