برتانیا د نورو افغان کومانډوګانو د پناه غوښتنې رد کړې

بریتانیا درخواست پناهندگی بیش از کماندوهای افغانستان را رد کرد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د برتانیا د دفاع وزارت د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې د هغو ۲۰۰۰ څخه زیاتو افغان کومانډوګانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه چې د دغه هیواد له ځانګړو ځواکونو سره یې د کار کول، رد شوي دي. بي بي سي نن (دوشنبه، د دلو ۲۹مه) راپور ورکړ چې دا غوښتنې د برتانیا د ځانګړو ځواکونو قوماندې لخوا نه دي منل شوي، سره له دې چې د همکارۍ معتبر اسناد وړاندې شوي دي. د راپور له مخې، د دې کومانډوګانو ټولې غوښتنې چې د برتانوي ځانګړو ځواکونو قوماندې ته راجع شوې وې رد شوې دي. دا سره له دې چې د برتانیا د دفاع وزارت مخکې ټینګار کړی و چې د دې غوښتنو د ردولو لپاره کومه یوه واحد پالیسي نشته.

بیشتر بخوانید:  طالبان: په افغانستان کې د ټول شموله حکومتولۍ موضوع له بهرنیو هېوادونو سره هېڅ تړاو نه لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x