د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ نادر یاراحمدي، د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او بهرنیانو چارو مرکز رئیس، او کیتا اوهاشي، په ایران کې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق نوی رئیس، د چهارشنبې په ورځ (د ۱۴۰۴ د میزان ۲مه) په لیدنه کې د کډوالو د ملاتړ، په ځانګړي ډول د بېسرپرسته ښځو او ماشومانو د ساتنې، او د نړیوالو ملاتړونو پر تمرکز په افغانستان کې ټینګار وکړ. یاراحمدي د اوهاشي د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د ایران د کډوالو د کوربهتوب هڅو ته په اشارې وویل چې د نړیوالو ادارو پراخې همکارۍ ته اړتیا ده، په ځانګړې توګه د انلاین زده کړو، د تعلیمي امکاناتو ملاتړ، او د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د کډوالو لپاره. هغه د بندیزونو فشار او د نړیوالو مرستو کمښت د کډوالو د کوربهتوب لویې ستونزې وبللې او زیاته یې کړه: «په افغانستان کې د نړیوالو ملاتړونو تمرکز، د بندیزونو د ستونزو حل، د کډوالو د کوربهتوب د شرایطو د ښه کولو او د بېرته ستنېدو د دقیق پلان د عملي کېدو اغېزمنه لاره ده.» کیتا اوهاشي، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق نوی رئیس، وویل چې صندوق چمتو دی په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو په برخه کې پراخه همکارۍ وکړي او ټینګار یې وکړ چې د مرستندویه پروژو د تطبیق لپاره باید د اړو سیمو له نږدې څارنه وسي. په پای کې، دواړو خواوو هیله څرګنده کړه چې همکارۍ به لا پیاوړې او دوامداره سي
- په افغانستان کې د نړیوالو مرستو تمرکز
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیانو او کډوالو چارو د مرکز رئیس د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق د نوي استازي سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې نړیوال ملاتړونه دې پر افغانستان متمرکز سي او د بندیزونو خنډونه دې لرې کړل سي.

- 57
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150150
- کې خپور شو 2:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 150150
- 3 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150150
- کې خپور شو 2:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 150150
- 3 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 14:18 - 3 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د افغانستان د وګړو لپاره په ایران کې د کاري ویزو د صادرولو پیل
17:05 - 30 میزان 1404



په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د استوګنیزو سیمو د ویجاړولو عملیات پنځمې ورځې ته ورسېدل
13:47 - 28 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments