د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د طالبانو د ځای پر ځای کېدو مسله تل په نړیوال سیاست کې یو له جنجالونو څخه دی. د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف وروستیو څرګندونو دا موضوع یو ځل بیا روښانه کړه. هغه ټینګار وکړ چې طالبان د یوه سازمان په توګه د ملګرو ملتونو د تروریستی ډلو په لیست کې نه دی، که څه هم د دغې ډلې ځینې غړی په انفرادي ډول په تور لیست کې دی. ملګرو ملتونو په رسمي توګه طالبان د تروریستي ډلې په توګه نه دي پېژندلي خو د امنیت شورا د دغې ډلې یو شمېر مشران او غړي له ترهګرۍ سره د تړاو، له بشري حقونو څخه د سرغړونو او د مخدره موادو په قاچاق کې د لاس لرلو له کبله د بندیزونو په لېست کې اچولي دي. په دې بندیزونو کې د شتمنیو کنګل کول، د سفر بندیزونه او مالي محدودیتونه شامل دي. په همدې حال کې د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو طالبان د کورنۍ تروریستي ډلې په توګه نه دي اعلان کړي، خو د نورو قوانینو له مخې یې له دغې ډلې سره اړیکې محدودې کړي دي. له بلې خوا، ډیری لویدیځ هیوادونه لاهم طالبان د یو غیر ډیموکراسۍ عامل او د بشري حقونو سرغړونکي په توګه پیژني. له هغه وخته چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، دغې ډلې هڅه کړې چې یو بل مخ وړاندې کړي. طالبان ادعا کوي چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د خپلې واکمنۍ د تېرې دورې په پرتله یې په خپلو تګلارو او چلند کې بنسټیز بدلونونه راوستي دي. دا ډله په افغانستان کې د نسبي امنیت د ټینګولو ادعا کوي او غواړي د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. هغوي د ښځو او لږکیو حقونو ته د درناوي ژمنې هم کړې وو، که څه هم ډیری راپورونه د دې حقونو پراخه سرغړونې په ګوته کوي. له دې ادعاوو سره سره، شته شواهد ښيي چې طالبانو د نړیوالې ټولنې له نظره کافي او د منلو وړ بدلونونه نه دي رامنځته کړي. د ښځو په وړاندې سخت محدودیتونه، په شمول د زده کړې او کار بندیز، او د عامه لاریونونو فشار لاهم دوام لري. له القاعدې او نورو سیمه ییزو افراطي ډلو سره د طالبانو اړیکې اوس هم د اندېښنې وړ دي او د توکمیزو او مذهبي اقلیتونو په وړاندې د دوی تګلارې ډېرې نیوکې راپارولې دي. له همدې امله د لاوروف څرګندونې او له طالبانو سره د روسیې د اړیکو دفاع د دې ډلې په وړاندې د نړیوال سیاست د پیچلتیا ښودنه کوي. که څه هم طالبان د یوه سازمان په توګه د ملګرو ملتونو د تروریستي ډلو په نوملړ کې شامل نه دي، خو د دوی فعالیت ښيي چې په دې ډله کې کافي بنسټیز بدلونونه نه دي راغلي. له همدې امله، تر څو چې طالبان له بشري حقونو څخه سرغړونې ته دوام ورکړي او له تورنو ډلو سره خپلې اړیکې پرې نه کړي، د بندیزونو له لیست څخه د دې ډلې بشپړ ایستل ناشونی ښکاري.
- 54
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=112419
- کې خپور شو 11:56 ق.ظ
- د خبر شمیره 112419
- 20 قوس 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=112419
- کې خپور شو 11:56 ق.ظ
- د خبر شمیره 112419
- 20 قوس 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 11:56 - 20 قوس 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د ښځو د حقونو ضایع کول د شریعت په نوم؛ دا د بشریت پر ضد چلند دی
14:19 - 21 میزان 1404

افغانستان او پاکستان په یوه حساسه لوبه کې له یو بل سره مخامخ کېږي
13:44 - 21 میزان 1404

د پاکستان دفاع وزیر: افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه سي
13:37 - 21 میزان 1404

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د میزان 17)
13:59 - 17 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments