د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه اعلان وکړ چی د دغه وزارت د سیاسي مرستیال مغفورالله شهاب په مشرۍ له کابل څخه راغلي پلاوي اندونیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې په جاکارتا کې مېشتو دیپلوماتانو ته لازمې لارښوونې وکړې او د یو شمېر هېوادونو له ډیپلوماټانو سره یې وکتل. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل وايي، دغه پلاوي د اندونيزيا له يو شمېر ديني عالمانو، سياستوالو او سوداګرو سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سياسي اړيکو د پياوړتيا په اړه خبرې کړې دي. د صادراتو زیاتوالی، د پولي ثبات ټینګښت، له ګاونډیانو سره ښې اړیکې، په سیمه کې د ټرانزیټي اسانتیاوو او نورو فرصتونو په اړه په دغو ناستو کې بحثونه وشول.

- 46
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=5335
- کې خپور شو 4:41 ب.ظ
- د خبر شمیره 5335
- 24 سرطان 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=5335
- کې خپور شو 4:41 ب.ظ
- د خبر شمیره 5335
- 24 سرطان 1402
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 16:41 - 24 سرطان 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments