د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د صهیونیسټ رژیم د هوايي برید د څېړلو لپاره فوق العاده غونډه کوي. په ملګروملتونو کښې د روسیې دایمی پلاوی په سوریې کښې د ایران په کونسلګرۍ د صهیونیسټ رژیم د حملې په اړه د دغه هیواد په غوښتنه د امنیت شورا د فوق العاده غونډې د جوړولو اعلان وکړ. په ملګرو ملتونو کې د روسیې د سفارت په اعلامیه کې راغلي: روسیې په سوریه کې د ایران پر دیپلوماتیکو تاسیساتو د اسراییلو د برید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې غوښتنه کړې؛ دا غونډه به نن (د اپرېل ۲مه) جوړه شي. د دوشنبې په ماښام د اسرائیلو جنګي الوتکو د دمشق په المزه کوڅه کې د ایران د کونسلګرۍ ودانۍ په نښه کړه چې له امله یې ۸ تنه شهیدان شول.

- 29
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8202
- کې خپور شو 2:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 8202
- 14 حمل 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8202
- کې خپور شو 2:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 8202
- 14 حمل 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments