امریکايي چارواکي: په افغانستان کې د القاعدې ګواښ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی

امریکايي چارواکي: په افغانستان کې د القاعدې ګواښ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی

 

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا جګپوړو استخباراتي چارواکو د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۸مه) اعلان وکړ چې نوې استخباراتي ارزونه ښيي چې په افغانستان کې د القاعده ګواښ په څو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی دی.

 

د CNN خبري چینل د راپور له مخې، دغو چارواکو ویلي چې “د داعش د خراسان څانګه د طالبانو تر زیات فشار لاندې دی او په وروستیو میاشتو کې یې ډېر مهم مشران له افغانستانه وتلي دي.”

 

یوه امریکايي چارواکي ویلي چې د القاعده شبکې د فعالیتونو د کمېدو یو لامل دا دی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې خپل یو اصلي هدف له لاسه ورکړی دی.

بیشتر بخوانید:  د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر سره د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال لیدنه او بحث
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x