امام خمیني (رحمه‌الله علیه) د استعمار او ظلم په وړاندې د اسلامي وحدت او اتحاد سمبول

امام خمیني (رحمه‌الله علیه) د استعمار او ظلم په وړاندې د اسلامي وحدت او اتحاد سمبول

موږ د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمیني (رحمه‌الله علیه) د شهادت ۳۵ کلیزې ته نږدې یو. د ډیرو شنونکو په باور، په شلمه پیړۍ کې د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره، امام خمینی (رحمه‌الله علیه) د تاریخ لاره بدله کړه او د ظلم او استعماری قدرتونو نظام یې له چیلنج سره مخامخ کړ. هغه څه چې دغه انقلاب له نورو انقلابونو څخه جلا کوي، هغه لوړ اسلامي او انساني افکار، ارزښتونه او پیغامونه دي، چې له څلورو لسیزو وروسته یې نه یوازې دا چې شتمني یې نه ده کمه شوې، بلکې د پرون په څېر د تاریخ په اوچت ځلېږي. د دې انقلاب یو بل مهم شاخص د هغه نړیوالتوب او پراخوالی دی، چې د قومي، نژادي او مذهبي فکرونو په پام کې نیولو پرته، د نړۍ په ختیځ او لویدیځ کې د افکارو ټول پولو ته ننوتلي دي. له بلې خوا د اسلامی جمهوریت بنسټ ایښودونکی په خپل پراخ لید او سیاسی بصیرت سره د استعمار په وړاندې د ټولې اسلامی او بشری ټولنې د وحدت هڅه وکړه او د انقلاب ساحه یې په یوې خاصې جغرافیې پورې محدوده نه کړه. په پایله کې د بشری او اسلامی ټولنې په باره کې د امام خمینی (رحمه‌الله علیه) ارزښتناکه ځانګړنه او پراخه نظریه وه چې په ایران کښې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د هرې ورځې په تیریدو سره پراخ شو او نورو ټولنو هم د امام خمیني (رحمه‌الله علیه) د انقلابي طریقې پیروي وکړه او د استعمار، ظلم او تسلط سره د مبارزې په لیکه کې شو. امام خمینی (رحمه‌الله علیه) او د افغانستان خلک په ۱۳۵۷ کال کې په ایران کې د ایران د اسلامي انقلاب بریا پر افغاني ټولنه هم ژوره اغیزه وکړه او په هیواد کې یې د ظالم رژیمونو پر وړاندې د مبارزې هوډ وکړ. د ایران د انقلاب له بریا یوه میاشت وروسته د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هغه وخت د کمونیستي حکومت پر ضد پاڅونونه وشول. په ایران کې د اسلامي انقلاب بریا په هیواد کې د یرغلګرو او د ظالم نظام پر وړاندې د بریا هیلې پیاوړې کړې او د افغانستان مجاهد ولس د دې لامل شو چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد تر بشپړې ماتې پورې ونه دریږي. نو له همدې امله په روښانه توګه ویلای شو چې د ایران د اسلامي انقلاب بریا او د امام خمیني (رحمه‌الله علیه) هوښیار رهبري له استبدادي قدرتونو سره په مبارزه کې د افغانانو د مورال په لوړولو کې قاطع رول لوبولی دی او د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي افکار د یو ژغورونکي امر په څیر د خلکو په زړونو کې د بریا هیلې را ژوندي کړې.

بیشتر بخوانید:  امیر خان متقي په دوبۍ کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x