افغانستان د نړۍ شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بحرانونو پر وړاندې ډېر زیان‌ منونکې دی

د ملګرو ملتونو سازمان د طبیعي پېښو د خطر د کمولو د نړېوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی چې افغانستان د نړۍ شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ډېر زیان‌منونکی دی.
افغانستان د نړۍ شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بحرانونو پر وړاندې ډېر زیان‌ منونکې دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، افغانستان په وروستیو کلونو کې د وژونکو طبیعي پېښو لکه سېلابونو، وچکالۍ او ویجاړونکو زلزلو شاهد پاتې سوی دی. په راپور کې ټینګار سوی چې د همدې دلیل له امله، افغانستان د نړۍ په هغو شپږو هېوادونو کې راځي چې د اقلیمي بدلونونو له امله تر ټولو زیان‌ منونکی دي او اړتیا لري چې د طبیعي خطرونو د کمولو او د ځایي ټولنو د مقاومت د پیاوړتیا لپاره بېړني تدابیر ونیول سي. نن چې د طبیعي پېښو د خطر د کمولو له نړېوالې ورځې سره برابره ده، دا ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د وژونکو طبیعي پېښو شاهد پاتې سوی دی.

ملګرو ملتونو په دې مناسبت ویلي چې د طبیعي پېښو زیانونه پر ټولو یو ډول اغېز نه لري؛ هغه کسان چې له ټولنې شاته پاتې دي، په ځانګړي ډول ښځې او انجونې، ددغو بحرانونو لومړۍ قربانیان او وروستۍ رغېدونکې دي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (UNDP) په افغانستان کې ددې هېواد وضعیت ته په اشارې ټینګار کړی چې د ښځینه کارکوونکو کمښت، د پانګونې نشتوالی او پر ښځو د کار محدودیتونه، ښځې د حیاتي خدمتونو د وړاندې کولو په لومړۍ کرښه کې وضع کړي دي.

ملګرو ملتونو ویلي: «د مرستو په برخه کې د ښځینه کارکوونکو شمېر لا هم ډېر کم دی. دا د څو لسیزو د کمو پانګونو او د ښځو پر تګ راتګ او ګډون د سختو محدودیتونو پایله ده، چې له امله یې د ښځو لپاره د حیاتي مرستو او خدمتونو وړاندې کول له ستونزو سره مخ دي.» د دې ادارې په وینا، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د طبیعي پېښو پر وړاندې ډېر زیان‌منونکی دی.

سېلابونه، وچکالي، د ځمکې ښوېدل او زلزلې د دې هېواد د جغرافیې او اقلیم یوه برخه جوړوي. مرستندویه سازمانونو خبرداری ورکړی چې افغانستان د اقلیمي بحرانونو د مقابلې لپاره کافي وړتیا نه لري او اوس مهال د نړۍ شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې تر ټولو زیان‌منونکی دی. په دې حال کې، په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان د ګڼو وژونکو طبیعي پېښو لکه د پکتیکا، هرات او کنړ زلزلو او همدارنګه د هېواد په شمال کې د سېلابونو شاهد پاتې سوی دی پېښې چې د زرګونو کسانو ژوند یې اخیستی او حیاتي زیربناوې یې ویجاړې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) ویلي، د ۱۴۰۳ د مرغومي له ۱۵مې تر د ۱۴۰۴ د سنبلې تر ۱۳مې پورې، شاوخوا ۷۹ زره کسان په ټول افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله اغېزمن سوي، او په دې موده کې ۲۷ ولایتونه د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه د زلزلو، سېلابونو، وچکالۍ او د ځمکې ښوېدو له پېښو سره مخ سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x