اسلامي امارت د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل هرکلی وکړ

اسلامي امارت د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل هرکلی وکړ

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اسلامي امارت د سعودي عربستان مملکت او د ايران اسلامي جمهوريت ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو بيا پيل هرکلی کوي او دا مثبت اقدام په سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت پر لور مهم ګام ګڼي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه زیاته شوې، چې اسلامي امارت د خپل متوازن بهرني سياست په پام کې نيولو سره د سعودي او ايران ترمنځ ديپلوماتيک پرمختګ په سيمه کې د څو اړخيزو اړيکو او همکاريو غوړېدو سره مرستندوی ګڼي.

سرچینې په دې برخه کې د چين له هڅو هم مننه کړې، چې د سيمې د ثبات لپاره يې د سعودي او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی دی.

بیشتر بخوانید:  د نجونو پر زده کړو د بندیز پر ضد لاریونونه دوام; طالبانو په هرات کې مظاهره کوونکي ووهل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x