اروپايي ټولنه: د افغانستان د ماشومانو ملاتړ ته ژمن یو

اروپايي ټولنه: د افغانستان د ماشومانو ملاتړ ته ژمن یو

د معمار پرس د خبر له مخې، په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي دفتر نن چهارشنبه د اکټوبر ۳۰ مه د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ایکس په ټولنیزه پاڼه کې ویلي چې د افغانستان له ماشومانو ملاتړ کوي. د اروپايي ټولنې استازي زیاته کړه، ماشومان د افغانستان راتلونکی دی او د هېواد د میندو په ګډون د دوی تر څنګ ولاړ دی. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د تعلیمي پروګرامونو، روغتیايي خدمتونو او ساتنې له لارې د هېواد د ماشومانو ملاتړ ته ژمن دی. د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د نازکو شرايطو له امله د ماشومانو د زيانمنېدو په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو څلور اړخیزه غونډه؛ امیر خان متقي ازبکستان ته ولاړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x