اروپايي اتحادیې د طالبانو سره د افغان پناه‌ غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې تأیید کړی

اروپايي اتحادیې د طالبانو سره د افغان پناه‌ غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې تأیید کړی
اروپايي اتحادیې د طالبانو سره د افغان پناه‌ غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې تأیید کړی

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، اروپايي اتحادیې تأیید کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره یې په «تخنیکي کچه» تماسونه نیولي دي. د دې تماسونو موخه د هغو افغان پناه‌ غوښتونکو د بېرته لېږلو بهیر اسانه کول دي، چې د اروپايي هېوادونو له‌ خوا د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد سوي دي.

مارکوس لامرت، د اروپايي اتحادیې ویاند، د دوشنبې په ورځ (د میزان ۲۷مه) په بروکسل کې وویل چې اروپايي اتحادیې د روان کال له پیل راهیسې له طالبانو سره محدود تماسونه پیل کړي دي. ده ټینګار وکړ چې دا تماسونه یوازې په تخنیکي کچه ترسره سوي او موخه یې د بېرته ستنولو له بهیر سره تړلې اجرایي او بشري مسئلې څېړل دي.

په وروستیو ورځو کې، لږ تر لږه ۲۰ اروپايي هېوادونو له بروکسل څخه غوښتي چې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره، چې قانوني استوګنه نه لري، له طالبانو سره د یوه چوکاټ د جوړولو په موخه خبرې وکړي. په دغو هېوادونو کې جرمني، اتریش، یونان، ایټالیا، هالند، ناروې، پولنډ او سویډن شامل دي.

د بلجیم د مهاجرت وزیر خبرداری ورکړی چې که د رد سویو پناه‌ غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر پلي نه سي، نو دا کار به د خلکو باور د اروپايي اتحادیې د پناه‌ غوښتنې او ګډ امنیت په سیاستونو کمزوری کړي. اروپايي اتحادیې تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د دواړو لورو ترمنځ تخنیکي تماسونه د اروپا له خوا د افغان مهاجرو د کړکېچ د حل لپاره د یوې عملي لارې موندلو هڅه بلل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x