د پاکستان ولسمشر: ترهګري به له منځه یوسو

د پاکستان ولسمشر: ترهګري به له منځه یوسو

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په کانتون بنو کې د تروریستي برید غندنه کړې ده. نوموړي د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستان د امنيتي ځواکونو د کړنو ستاينه وکړه چې د زياتو تلفاتو مخه يې ونيوله. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان ولسمشر په کانتون بنو کې د تروریستي برید په غبرګون کې چې اته پوځیان پکې ووژل شو، د ترهګرۍ د له منځه وړلو ژمنه وکړه. ښاغلي زرداري د دغه برید د عاملینو د له منځه وړلو لپاره د پاکستان د ملت پر عزم ټینګار وکړ. حافظ ګل بهادر، چې د تحریک طالبان پاکستان یوې ډلې ته نږدې دی، چې له افغانستانه فعالیت کوي، د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی

بیشتر بخوانید:  د ملي مقاومت جبهې د طالبانو پر پوسته برید وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x