د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې د دوحې په غونډه کې به د دې ډلې استازي ګډون وکړي. د ښاغلي مجاهد په وینا د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د طالبانو د حکومت استازي برخه واخلي او د افغانستان د خلکو او نظام استازیتوب وکړي. د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېيمه غونډه د روانې جون مياشتې په ٣٠مه (د سرطان په لسمه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړېږي. تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي و چې د دوحې د درېیمې ناستې هدف له طالبانو سره په “منظم” ډول د بین الافغاني مذاکراتو زیاتول دي.

- 34
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9098
- کې خپور شو 12:53 ق.ظ
- د خبر شمیره 9098
- 27 جوزا 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9098
- کې خپور شو 12:53 ق.ظ
- د خبر شمیره 9098
- 27 جوزا 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:53 - 27 جوزا 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments