په افغانستان کې د تیلو او ګازو په سکتور کې د ازبک شرکت د پانګونې لېوالتیا

په افغانستان کې د تیلو او ګازو په سکتور کې د ازبک شرکت د پانګونې لېوالتیا

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، د «ایریل» په نوم یوه ازبکستاني شرکت اعلان کړی چې د افغانستان د نفتو او ګازو په ساحو کې پانګونې ته لېواله دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ایريل شرکت تخنيکي ټيم د دغه وزارت د پلان او پاليسۍ له وزير ضياء الرحمن الاریوبي سره په کتنه کې د دغه شرکت د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل. سرچينې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټروليم وزارت د پلان او پاليسۍ د وزير له خولې هم ويلي، چې د دې ډلې د حکومت په جوړېدو سره په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره شوې ده.

بیشتر بخوانید:  پاپ فرانسیس د سوډان د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x