طالبانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان پر بانکونو لګېدلي بندیزونه لیرې کړي

طالبانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان پر بانکونو لګېدلي بندیزونه لیرې کړي

د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د حکومت د اعلامیې په حواله، د دې ډلې د سیاسي دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل: د افغانستان پر بانکي سیستم بندیزونه او د بهرنیو مرستو کموالي په هېواد کې ستونزې نورې هم پېچلې کړې دي. د طالبانو د صدراعظم د دفتر سیاسي مرستیال همداراز زیاته کړه چې په افغانستان کې میلیونونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د حکومت له بيا جوړېدو وروسته د امريکا له خوا د نورو بنديزونو تر څنګ د افغانستان پر بانکي سيستم هم بنديزونه ولګول شول. ځینې ​​راپورونه ښیی چې دغو بندیزونو د خلکو پر اقتصادی وضعیت منفی اغېز کړی او په هېواد کې یې د بې وزلۍ د کچې د زیاتېدو لامل شوی دی.

بیشتر بخوانید:  امریکا ته د افغاني مشروباتو لومړۍ جوپه صادر شوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x