اسلامي پراختیايي بانک: په افغانستان کې ۱۴ بشري پروژې بشپړې شوې

اسلامي پراختیايي بانک: په افغانستان کې ۱۴ بشري پروژې بشپړې شوې

د معمار پرس د خبر له مخې؛ اسلامي پراختیايي بانک د “افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق” د فعالیتونو په اړه په خپل لومړي راپور کې اعلان وکړ چې تېر کال په دغه هېواد کې ۱۴ بشري پروژې بشپړې شوې. د اسلامي پراختیایي بانک راپور ښيي چې دغه پروژې د کرنې، پوهنې، خوراکي خوندیتوب، روغتیا، اوبو رسولو، روغتیايي خدمتونو او د ژوند د فرصتونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پلې شوې دي. د دغه راپور له مخې اوس مهال ۱۶ نورې پروژې د افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق له لارې د پلي کېدو په حال کې دي. دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې یو شمېر نړیوالو مرستندویه بنسټونو تل په افغانستان کې د مرستو د رسولو لپاره د بودیجې د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

بیشتر بخوانید:  طالبانو یو ځل بیا دغې ډلې ته د ملګرو ملتونو د څوکۍ د سپارلو غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x