په ریاض کې د سعودي ولیعهد سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیدنه او د سیمې د پرمختګونو په اړه خبرې اترې

په ریاض کې د سعودي ولیعهد سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیدنه او د سیمې د پرمختګونو په اړه خبرې اترې

د سعودي ولیعهد حمد بن سلمان د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره د سیمې د پرمختګونو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ترلاسه کولو لپاره د ترسره شویو هڅو په اړه سلامشورې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپل سفر په ترڅ کې د غزې د بیارغونې او د اسراییلو او حماس ترمنځ د موافقې په صورت کې د فلسطیني دولت د جوړولو د هڅو په ګډون په لومړیتوبونو کار کوي. د راپورونو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د غزې د کړکېچ د پای ته رسولو په ګډون په ډېرو مهمو سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو خبرې وکړې. د دې سفر موخه هم له غزې سره د مرستې هڅه، د احتمالي اوربند رامنځته کول او د یرغمل شویو تبادله کول دي.

بیشتر بخوانید:  ۱۷۴ افغانان له اسلام آباد څخه په یوه الوتکه کې جرمني ته ولېږدول شول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x