په کابل کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د توقیف په اړه غبرګون

په کابل کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د توقیف په اړه غبرګون

په وروستیو ورځو کې په کابل کې د یو شمېر نجونو او ښځو نیول د “بد حجاب” په تور د فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. په تېرو ورځو کې طالبانو د کابل ښار له بېلابېلو سیمو لسګونه ښځې او نجونې د “حجاب نه اغوستلو” په تور نیولي او له ځانه سره یې وړي دي. “د سولې او ازادۍ د ښځو غورځنګ” په کابل او غزني کې د “بد حجاب” په تور د یو شمېر ښځو او نجونو د پرله پسې نیول کېدو په غبرګون کې وايي چې د طالبانو دغه کړنه “غیر انساني او اسلامي” ده. دغه حرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د ښځو ضد کړنو پر وړاندې د نارینه وو د یووالي او درېدو غوښتنه کړې ده.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان د تېلو په صنعت کې یو تاریخي ګام؛ د کابل او مسکو د تېلو د همکارۍ تړون لاسلیک شو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x