امیرخان متقي: له ایران سره اړیکې مخ په ښه کېدو دي

امیرخان متقي: له ایران سره اړیکې مخ په ښه کېدو دي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په تهران کې د افغانستان د سفارت له کارکوونکو سره په کتنه کې د دغې ډلې او ایران ترمنځ د ښو اړیکو اعلان وکړ او ویې ویل: د طالبانو او د ایران د اسلامي جمهوریت تر منځ اړیکي تر ټولو ښه دي. متقي زیاته کړه، تهران ته د دغې ډلې د لومړي وزیر د مرستیال ملا عبدالغني برادر د وروستي سفر په ترڅ کې په بېلابېلو برخو کې ډېر تړونونه لاسلیک شول. نوموړي د دغو تړونونو د جزئياتو له ورکولو پرته هيله څرګنده کړه، چې ټول به عملي شي. هغه له ایران سره د اقتصادي اړیکو د پراخولو اعلان هم وکړ.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې د کړکېچ په اړه اوازې له حقیقته لرې دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x