د معمار پرس د خبر له مخې؛ افغانستان ته د راستنېدونکو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو کمېټه د چهارشنبې په ورځ (د قوس ۱۵مه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست او د دغې کمېټې د غړو په حضور کې پرانیستل شوه. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې مراسمو کې وویل چې دغه کمېټه افغانستان ته د راستنېدونکو سوداګرو او صنعتکارانو د اسانتیاوو او امتیازاتو د برابرولو په موخه جوړه شوې ده. هغه زياته کړه، چې په دې مرکز کې لاندې توکي شامل دي: د 5 کلونو لپاره د مالیاتو معافیت په صنعتي پارکونو کې د ځمکې ویش یو ځانګړی دفتر جوړول او داسي نور… عزيزي وويل، دغه کمېټه د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري په موخه د عالي کمېسيون له خوا جوړه شوې ده.

- 48
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7127
- کې خپور شو 3:56 ب.ظ
- د خبر شمیره 7127
- 16 قوس 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7127
- کې خپور شو 3:56 ب.ظ
- د خبر شمیره 7127
- 16 قوس 1402
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:56 - 16 قوس 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments