د افغانستان د دیپلوماتیکو ماموریتونو شورا: په هېواد کې کړکېچ د طالبانو د بیا واکمنېدو له امله رامنځته شوی

د افغانستان د دیپلوماتیکو ماموریتونو شورا: په هېواد کې کړکېچ د طالبانو د بیا واکمنېدو له امله رامنځته شوی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د دیپلوماتیکو او قونسلګرۍ شورا نن یکشنبه د اسد ۲۹مه د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چی په هیواد کې امنیتي او بشري ناورین د طالبانو د بیا زورواکۍ په پایله کې رامنځ ته شوی دی. د افغانستان د دیپلوماتیکو او قونسلګرۍ شورا په دې خبرپاڼه کې ویلي چې له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د افغانانو له دوه لسیزو رښتیني ګډون او د ډیموکراسۍ د پراختیا له هڅو وروسته، دوی یو ځل بیا له یوه غیر معمولي سیاسي وضعیت سره مخ شوي دي. دغې شورا ویلي: “په هېواد کې امنیتي او بشري ناورین د ژورېدو په حال کې دی او که دغه کړکېچ ته پاملرنه ونه شي، نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او بهر لپاره به ناوړه پایلې ولري.”

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال وايي، په هېواد کې فساد ختم شوی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x