عزیزالله فضلي د طالبانو له جعلي مکتوب سره یوځای امنیتي ځواکونو نیولی

عزیزالله فضلي د طالبانو له جعلي مکتوب سره یوځای امنیتي ځواکونو نیولی

د طالبانو حکومت ته نږدو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د کرکټ‌بورډ پخوانی رییس «عزیزالله فضلي» کابل کې د امنیه قوماندانۍ لخوا نیول شوی دی.

دې سرچینې د نوم‌ښوولو په شرط یوې نړیوالې رسنۍ (امریکا غږ) ته ویلي چې نوموړی تر هغې وروسته د طالبانو امنیتي ځواکونو نیولی چې تېره ورځ یې کرکټ‌بورډ ته د ننوتلو هڅه کړې وه.

د سرچینې په وینا چې فضلي د طالبانو د مشر په نامه د خپلې مقررۍ جعلي مکتوب له ځان سره اخیستی و او غوښتل یې چې کرکټ‌بورډ ریاست ته دننه شي.

سرچینې ویلي چې د کرکټ پخوانی رییس د طالبانو د حکومت د مشر «رییس الوزرا» په امر نیول شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان کرکټ‌بورد رسنیو ته ویلي چې پخوانی رییس «عزیزالله فضلي» پرون ورځ هڅه کوله چې په غیر رسمي ساعت کې کرکټ‌بورډ ته ننوځي، خو په وینا یې چې نوموړي ته د امنیتي کسانو لخوا اجازه نه ده ورکړل شوې او د ریاست له دروازې بېرته لېږل شوی دی.

بلخوا پر ټولنیزو پاڼو د پخواني رییس دا کار له توندو نیوکو سره مخ شوی او د کرکټ‌پوهانو لخوا یې نیول‌کېدل د طالبانو ښه اقدام بلل شوی دی.

عزیزالله فضلي، چې مخکې د کرکټ‌بورډ رییس و، تر اوسه یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

بیشتر بخوانید:  په فرانسه کې د تقاعد په قانون کې د جنجالي اصلاحاتو پر ضد د مظاهرو لسمه ورځ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x