یونسکو: د افغان ښځو او نجونو هیلې له منځه تللې دي

د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونسکو) له زده کړو د نجونو پر دوامداره محرومیت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغان ښځو او نجونو هیلې له منځه تللي دي. نن (چهارشنبه د سرطان ۱۴مه) یونسکو په ټویټر کې ویلي چې د ښځو او نجونو د تعلیم، روزنې او کار له اساسي حقه په بشپړه توګه سرغړونه شوې او دا وضعیت د منلو وړ نه دی. طالبانو په لومړي سر کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې په ښوونځیو کې بندې کړې او بیا یې د تېر کال په پای کې د نجونو لپاره پوهنتونونه هم وتړل. دغه راز دغې ډلې ښځې په دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي دي.

بیشتر بخوانید:  په سوډان کې په هوايي بریدونو کې ۲۲ تنه وژل شوي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x