افغان کرکټ لوبډله نن له زیمبابوې سره وروستۍ شل‌اوریزه لوبه کوي

افغان کرکټ لوبډله نن له زیمبابوې سره وروستۍ شل‌اوریزه لوبه کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې افغان کرکټ ملي لوبډله به نن د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د درېیمې شل‌اوریزې لوبې په هدف میدان ته ښکته شي.

د کرکټ بورډ ویاند «فرید هوتک» تېره شپه رسنیو ته ویلي چې افغان لوبډلې دې لوبې ته بشپړ تیاری نیولی او هیلې شته چې دا بریا هم وګټي.

د فرید هوتک په وینا چې په روانو سیالو کې افغانستان له زیمبابوې څخه درې نړیوالې پنځوس‌اورریزه لوبې ګټلې او په شل‌اوریزو سیالیو کې هم دوې پرله‌پسې لوبې د افغان لوبډلې په ګټه پایته رسېدلې دي.

هغه دا هم ویلي چې د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د دې لوبې لپاره افغان لوبډله بشپړ چمتوالی لري.

دا لوبه به نن (سه‌شنبه، غبرګولي ۲۴مه) د زیمبابوې په «هرارې» لوبغالي کې د افغانستان پر وخت په ۴ او ۴۵ دقیقو پیل شي.

له زیمبابوې سره د دغو شپږو لوبو لړۍ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام سیالیو ته د لارموندې لپاره مهمه بلل شوې ده.

بیشتر بخوانید:  د امریکا سفارت شارژدافیر: د طالبانو په وړاندې د نړیوالې ټولنې دریځ نه دی بدل شوی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x