د ياد وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د افغان کډوالو د کوربه توب له کبله د ايران د حکومت او ولسونو څخه مننه وکړه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست همدارنګه په ايران هېواد کې د افغان کډوالو په اوسني وضعيت، شته ستونزو ، کډوالو ته د لازمو اسانتياوو په برابرولو، بيت الله شريف ته د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره په ايران کې د ميشتو افغانانو د لېږد او په ياد هېواد کې د کډوالو د نويو اتشو د کاري بهير د پيلولو په اړه خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ايران سفير حسن کاظمي قمي ډاډ ورکړ، چې هېواد به يې افغان کډوالو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
د يادونې وړ ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست تر دې وړاندې هم په ايران او پاکستان هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د يادو هېوادونو له چارواکو سره ورته ناستې درلودې.

- 96
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=4381
- کې خپور شو 2:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 4381
- 21 ثور 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=4381
- کې خپور شو 2:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 4381
- 21 ثور 1402
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:01 - 21 ثور 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments