د معمار آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د چارو ادارې سرپرست او مرستیال سیف الدین تائب وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو په مسئولیتونو کې بدلونونه یو اصل دی چې د اسلامي امارت مشرتابه دغه بدلونونه د ملي مصلحتونو او د ولس د خیر او فلاح په موخه په پام کې نیسي.
تائب، د بدري د غوره کارنامو په یادولو سره، هغه د افغانستان اسلامي امارت د متبارزو شخصیتونو له جملې څخه وباله.
د چارو ادارې سرپرست، د افغانستان بانک له مخکېني سرپرست حاجي ادریس څخه هم مننه وکړه او د افغانۍ د ثبات او د بانکي سکتور د اغېزناک مدیریت په برخه کې یې د هغه هڅې وستایلې.
دغه راز د افغانستان بانک نوي سرپرست وویل: موږ د هغو اوامرو او لارښوونو درناوی کوو چې د افغانستان اسلامي امارت له خوا موږ ته سپارل کېږي او راسپارل شوې دندې د وطنپالنې او عامه رفاه د اصل په پام کې نیولو سره ترسره کوو او د هر کار په ترسره کولو کې، الله (ج) شاهد او حاضر ګڼو.
بدري څرګنده کړه: د افغانستان بانک د مسلکي او ځوانو کارکوونکو په همکارۍ او تجربې به، د پولي سیاستونو د اغېزناک تطبیق، د بانکي سکتور د لا ټینګښت، د نړۍ له هېوادونو سره د بانکي سکتور د مراوداتو د ښه والي او د اسعاري زېرمو د آزادولو لپاره اغېزناکې هڅې ترسره کړو.
د غونډې په پای کې، د افغانستان بانک مخکېني سرپرست، د دغه بانک نوي سرپرست ته په چارو کې د بریالیتوب د هیلې تر څنګ، هغه د خلکو خدمتګار او پرهېزګاره شخصیت وباله او د افغانستان بانک له همکارانو یې وغوښتل چې د یوه ښه همکار په توګه دې له نوموړي سره کار وکړي.
د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت مخکېني سرپرست ملا هدایت الله بدري، چې په دغو وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخالحدیث و التفسیر مولوي هبةالله آخندزاده (حفظهالله) د فرمان پر بنسټ، د افغانستان بانک د نوي سرپرست په توګه ټاکل شوی و؛ نن يې په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه.

- 47
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=3579
- کې خپور شو 5:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 3579
- 5 حمل 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=3579
- کې خپور شو 5:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 3579
- 5 حمل 1402
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 17:16 - 5 حمل 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د عقرب 1)
12:32 - 1 عقرب 1404

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنج شنبه، د عقرب 1
12:26 - 1 عقرب 1404

د ژغورنې نړېواله کمېټه: افغانستان ښايي ۱۰ سلنه ناخالص ملي عاید له لاسه ورکړي
17:57 - 30 میزان 1404

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (چهارشنبه د 1404 کال د میزان30)
13:23 - 30 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments