د امریکا ځانګړی استازی له بهرنیو همکارانو او افغان کډوالو سره د خبرو نیت لري

یاد  وزارت څرګنده کړه، چې توماس ویست به دغو هېوادونو ته په خپل څلور ورځني سفر کې له امریکايي همکارانو، افغانانو او مرستندویه بنسټونو سره پر سلا مشورو سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پاکستان، جرمني او سویس ته د توماس ویست د څلورورځني سفر موخه دا ده، چې له شریکانو او افغان کډوالو سره د هغو د ګڼو ننګونو په اړه سلا مشورې وکړي، چې دمګړۍ د افغانستان خلک، ښځې او نجونې ورسره مخ دي.

توماس ویست تویت کړی: زه به د جنورۍ له ۲۹ څخه د فبرورۍ تر ۴ پورې پاکستان، جرمني او سویس ته سفر وکړم، چې له شریکانو، افغانانو او بشردوستانه مرستندویه موسسو سره د هغو غیر معمولي ننګونو په اړه مشوره وکړم، چې مونږ د افغانانو د ملاتړ په برخه کې ورسره مخ یوو.

بهرنیو حکومتونو او نړیوالو مرستندویه موسسو په وار وار د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي، چې دا پرېکړه بېرته واخلي او افغان میرمنو او نجونو ته د زده‌کړو، کار، سپورت او عامه ژوند کولو اجازه ورکړي؛ خو تر اوسه کوم تعامل ته رسېدلي ندي

بیشتر بخوانید:  طالبان: بشري مرستې باید په سیاسي مسایلو کې مشروط نه وي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x