جهاد ارګینای: هڅه کوو، چې د هرات د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته بشري مرستې ورسوو

جهاد ارګینای: هڅه کوو، چې د هرات د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته بشري مرستې ورسوو

په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د ترکیې هېواد د همکاریو مننه وکړه.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ترکيې سفیر جهاد ارګینای د امنیت د ټینګښت په برخه کې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست هڅې وستایلي او په دې برخه کې يې د لا ډېرو هڅو غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې د ترکیې حکومت غواړي د هرات د ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته بشري مرستې ورسوي او هڅه کوي خپلي مرستې دوامداره وساتي.

د یادونې وړ ده، چې د ترکيې سفیر تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې خبر ورکړی وو، چې د دغه هېواد د بشري مرستو ۷مه جوپه به ژر افغانستان ته را ورسېږي

بیشتر بخوانید:  طالبانو د پاکستان له زندانونو د ۲۳ افغان بندیانو د خوشي کېدو اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x