د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د ايران او ترکيې د يو شمېر شرکتونو له استازو سره وکتل

شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور

په دغه کتنه کې دواړو لوريو په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان په کانونو د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: هغه ملي او نړیوال پانګوال، چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي اسلامي امارت يې هرکلی او ملاتړ او دوی ته د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ژمنه کوي.

د يو بل خبر له مخې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 77 ساختماني شرکتونو له استازي حسین اوني بوتسالي او د ترکیې هېواد پخواني سفیر سره نن په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

بوتسالي په دغه ناسته کې وویل: چې د افغانستان انرژۍ په برخه کې د ترکیې هېواد 77 ساختماني شرکتونو پانګونه کړې او همدارنګه یې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته چمتوالی څرګند کړ، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغه ستاینه او هر کلی وکړ.

بیشتر بخوانید:  پاکستان او له ۵۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو شړل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x