کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو

د هند د سفارت د رسمي فعالیتونو له بیا پیل سره، هندي رسنیو راپور ورکړی چې کارن یادو د افغانستان لپاره د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه ټاکل سوی دی.
کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، هندي رسنیو ویلي چې د کابل په سفارت کې د فعالیت له بیا پیل وروسته، کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه ګومارل سوی دی.

کارن یادو تر دې وړاندې د یو کال لپاره په کابل کې د هند د تخنیکي هیئت مشري کړې وه او د دغه هېواد د بشري مرستو او پراختیایي پروژو د همغږۍ په برخه کې یې فعاله ونډه لرله. هغه له ۲۰۱۴ کال راهیسې د هند د بهرنیو چارو وزارت کې دپلوماټ په توګه دنده ترسره کوي او له دې مخکې یې د هند په سفارتونو کې په مالدیو او سریلانکا کې ماموریتونه درلودل.

د نوي سفیر ټاکنه د نوې ډهلی له لوري د کابل سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا نښه بلل کېږي هغه اقدام چې د شنونکو په باور، کولای سي د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو نوی پړاو پرانیزي.

11:39







Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x