د افغانستان د وګړو لپاره په ایران کې د کاري ویزو د صادرولو پیل

سید مالک حسيني، د ایران د کارآفرینۍ د پراختیا مرستیال، اعلان کړی چې د افغانانو لپاره د کاري ویزو صادرول د ۱۴۰۴ کال د میزان له لومړۍ نېټې څخه پیل سوي دي.
د افغانستان د وګړو لپاره په ایران کې د کاري ویزو د صادرولو پیل

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، سید مالک حسيني، د ایران د کار، همکارۍ او ټولنیزو چارو وزارت د کارآفرینۍ او استخدام مرستیال، ویلي چې د افغانستان د وګړو لپاره د کاري ویزو د صادرولو لړۍ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د میزان له پیل راهیسې پیل سوې ده.

د ایرنا د راپور له مخې، ایران په لومړي پړاو کې غواړي د افغانانو لپاره تر ۲۰۰ زرو پورې د کار ویزې صادرې کړي. دغه ویزې به په لومړي کال کې ۹ میاشتې اعتبار ولري، او که د کار د کیفیت او د بازار له اړتیاوو سره سمون ولري، د بل کال لپاره د تمدید امکان به هم ولري. ښاغلي حسیني ټینګار کړی چې د کار په بازار کې لومړیتوب د ایران د وګړو لپاره دی، او یوازې په هغه صورت کې چې ایرانی غوښتونکی موجود نه وي، بهرنیو اتباعو ته به د کار ویزه ورکول کېږي.

د ده په وینا، د دې تګلارې موخه د کاری ځواک د جریان کنټرول، د مهاجرینو د فعالیتونو څارنه، او د غیرقانوني داخلېدو مخنیوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې د افغانانو لپاره د کاري ویزو د صادرولو خبر ورکړی وو، او د دغه اعلامیې له مخې، د پروګرام لومړنی پړاو عملي سوی دی. د شنونکو په باور، د ویزو د صادرولو دا پروګرام کولی سي د افغان کارګرو حضور قانوني کړي او د هغوی د غیرقانوني شتون له امله رامنځته سوي ټولنیز او امنیتي فشارونه راکم کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x