د سرحدي ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هم‌مهاله په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د فشارونو زیاتوالی

په داسې حال کې چې د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې سوې دي، په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال وايي، د دوی پر وړاندې فشارونه او نوي محدودیتونه سخت سوي دي.
د سرحدي ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هم‌مهاله په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د فشارونو زیاتوالی

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې سوې دي، په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال وايي، د دوی پر وړاندې فشارونه او نوي محدودیتونه سخت سوي دي. دغه کډوال وايي چې د پاکستان حکومت د دوی د استوګنې ویزو د غځولو بهیر درولی دی او ځینې د کورونو مالکین د چارواکو تر فشار لاندې دي چې له افغان کډوالو سره د استوګنې په برخه کې همکاري ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې شهباز شریف، د پاکستان لومړي وزیر، خبرداری ورکړی چې «له هغو افغان اتباعو سره چې قانوني اسناد ونه لري، هر ډول همکاري جرم بلل کېږي» او له فدرالي او ایالتي ادارو یې غوښتي چې د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر په چټکۍ سره تعقیب کړي.

دغه پرېکړې وروسته له هغه نیول سوې دي چې د طالبانو او د پاکستان د ځواکونو ترمنځ د پولو په اوږدو کې نښتې وسوې، چې په پایله کې یې یو شمېر کسان ووژل سول او ټپیان سول. ډېری افغان کډوال اندېښنه لري چې که د بېرته خوندي ستنېدو زمینه برابره نه سي، دغه فشارونه به د دوی ژوند له سخت بحراني حالت سره مخ کړي. د بشري حقونو سازمانونو څو ځل خبرداری ورکړی چې په اوسنیو ناامنه او خطرناکو شرایطو کې د افغان کډوالو جبري ستنول باید ودرول سي، او له اسلام‌اباده یې غوښتي چې دغه بهیر وځنډوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x