د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د همکارۍ د هوکړه‌لیک لاسلیک

د اسلامي یووالی صندوق او د اسلامي همکاریو سازمان د هوکړه‌لیک په لاسلیکولو سره هوکړه وکړه چې د افغانستان د ختیځو ولایتونو د وروستي زلزله‌ځپلو سره به مالي مرسته وکړي.
د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د همکارۍ د هوکړه‌لیک لاسلیک

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د اسلامي یووالی صندوق او د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د ختیځو ولایتونو د زلزله‌ځپلو د مالي ملاتړ لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د سه‌شنبې په ورځ (د میزان ۲۹مه) په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هوکړه‌لیک د محمد بن سلیمان اباالخیل، د اسلامي یووالی د صندوق اجرائیوي رییس، او محمد سعید العایش، د اسلامي همکاریو د سازمان د کابل د دفتر رییس، له‌خوا لاسلیک سوی دی.

د دې هوکړه‌لیک له مخې، مرستې به د افغاني سرې میاشتې له لارې اړمنو کسانو ته ورسول سي. په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه مالي مرسته د اسلامي یووالی د صندوق د دوامدارو بشردوستانه هڅو یوه برخه ده او د اسلامي امت د ملتونو په ملاتړ کې د دې ادارې د لوړو مسؤولیتونو څرګندونه کوي.» د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان په ختیځو سیمو کې، په ځانګړي ډول په کنړ ولایت کې، د وروستۍ زلزلې له امله شاوخوا نیم میلیون کسان زیانمن سوي دي. د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی چې اړینې مرستې باید د ژمي له رارسېدو وړاندې اړمنو ته ورسول سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x