د خوړو نړيوال پروګرام: د لوږې بحران په افغانستان کې ورځ تر بلې سختېږي

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې لوږه او د خوارځواکۍ کچه په افغانستان کې په چټکۍ سره لوړېږي، او د بودجې کمښت له امله دا اداره نه‌سي کولای ټولو اړمنو کسانو ته مرسته ورسوي.
د خوړو نړيوال پروګرام: د لوږې بحران په افغانستان کې ورځ تر بلې سختېږي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د خوړو نړيوال پروګرام، چې د ملګرو ملتونو د خوړو د مرستو څانګه او د نړۍ تر ټولو ستر بشري سازمان دی، د دوشنبې په ورځ د میزان په ۲۸مه نېټه په خپله رسمي اېکس پاڼه کې غوښتنه کړې چې له ژمي دمخه دې د افغانستان اړمنو خلکو ته بېړنۍ مرسته برابره سي.

دغه اداره وايي، لوږه او د خوارځواکۍ ستونزه په افغانستان کې په چټکۍ سره ډېریږې او د مالي کمښت له امله دوی يوازې د اړمنو يوه برخه ملاتړ کولای سي. د خوړو نړيوال پروګرام تر دې وړاندې هم ويلي وو چې هر لس ثانيې وروسته يو افغان ماشوم د خوارځواکۍ ښکار کېږي، او اټکل سوی چې د روان کال تر پايه به شاوخوا ۳.۵ ميليونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ سي.

د لسيزو جګړو، دوامدارې وچکالۍ، د خوړو د بيې لوړوالي او د اوبو محدود لاسرسي د خوارځواکۍ د بحران اصلي عوامل بلل سوي دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان د هغو ۱۵ هېوادونو په ډله کې راځي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو لوړه کچه لري، او څلور ښځې له هرو لسو ښځو څخه له دې ستونزې سره مخ دي.

د خوړو نړيوال پروګرام ټينګار کړی چې د افغانستان تر ټولو زیان‌منو کورنيو د ملاتړ لپاره له ۵۵۵ ميليونه ډالرو څخه زياتې بېړنۍ مرستې ته اړتيا ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x