پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د نوي سیمه‌ییز تجارت د طرحې خبر ورکړ

پاکستان خبر ورکړی چې د افغانستان، ایران او روسیې سره یې د نوي سیمه‌ییز تجارت طرح تصویب کړې چې هدف یې د دې هېوادونو تر منځ د معاملو اسانول او د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د نوي سیمه‌ییز تجارت د طرحې خبر ورکړ

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، پاکستاني رسنیو ویلي چې اسلام آباد د افغانستان، ایران او روسیې سره د نوي تجارت پر طرحې کار پیل کړی دی. راپورونه وایي، د دغه هېواد د فدرالي اقتصادي همغږۍ کمیټې دغه طرح تصویب کړې او د دې هدف د سیمې په کچه د تجارتي اړیکو پیاوړتیا او د معاملو اسانتیا بلل سوې ده.

د طرحې له مخې، د تهاتر معاملو د بشپړېدو موده له ۹۰ ورځو څخه ۱۲۰ ورځو ته غځول سوې او خصوصي بنسټونو ته هم اجازه ورکړل سوې ترڅو د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د اصلاح سوي کنسورسیوم چوکاټ جوړ کړي.

بیشتر بخوانید:  د پاکستان دفاع وزیر: افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه سي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x