د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان: د طالبانو او پاکستان اوربند د سیمې د سولې لپاره یو مثبت ګام دی

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستي اوربند تړون هرکلی کړی او هغه یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره «یو مثبت او رغوونکی ګام» بللی دی.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان: د طالبانو او پاکستان اوربند د سیمې د سولې لپاره یو مثبت ګام دی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان عمومي منشي، شیخ محمد بن عبدالکریم العیسي، دوشنبې د میزان په ۲۸مه نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د اوربند دا هوکړه د تاوتریخوالي د کمولو او د سیمې د سولې د پیاوړتیا لپاره رغوونکې هڅه ده.

نوموړي ویلي، دا تړون کولای سي د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو، تفاهم او همکارۍ زمینه برابره کړي او د پولو د شخړو او نښتو ناوړه اغېزې راکمې کړي.

دغه سازمان همدارنګه ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوامدارې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له ټولو هڅو بشپړ ملاتړ کوي. یاده اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې په تېرو اونیو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ د دواړو هېوادونو په ګډو پولو کې د درنو نښتو راپورونه ورکړل سوي وو.

بیشتر بخوانید:  پاکستاني رسنۍ: اسلام‌آباد نور د طالبانو ملاتړ نه کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x