ملګری ملتونه: د انټرنېټ بندېدل د افغانستان د ښځو ژوند لا ستونزمن کړی دی

ملګری ملتونه: د انټرنېټ بندېدل د افغانستان د ښځو ژوند لا ستونزمن کړی دی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د انټرنېټ عمومي بندېدل د زرګونو افغان مېرمنو پر ژوند ژور اغېز کړی دی.

په راپور کې ویل سوي چې دې پراخ بندیز د ښځو لاسرسی د آنلاین زده‌کړو، د کار له فرصتونو او د حیاتي معلوماتو له سرچینو څخه پرې کړی او د دوی وروستی ارتباط له بهرنۍ نړۍ سره یې هم له منځه وړی دی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په داسې حال کې چې طالبانو د ښځو پر عامه او تعلیمي حضور پراخ محدودیتونه لګولي، انټرنېټ یوازینۍ کړکۍ وه چې ښځې یې له لارې کولای سواې زده‌کړې وکړي، له کوره کار وکړي او له نړیوالې ټولنې سره اړیکه وساتي خو اوس دا دروازه هم تړل سوې ده.

راپور زیاتوي چې د ښځو ډیجیټلي محرومول د بشري حقونو د سرغړونو د زیاتېدو یوه برخه ده، او نړیواله ټولنه باید د ښځو د ازاد لاسرسي لپاره د طالبانو پر واکمنۍ زیات فشار راوړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د روان کال د سپتمبر په ۳۰مه نېټه د څو ساعتونو لپاره په ټول هېواد کې انټرنېټ او مخابراتي شبکې بندې کړې وې. له پراخو ملي او نړیوالو غبرګونونو وروسته، دا پرېکړه بېرته لغوه سوه، خو د کاروونکو په وینا اوس هم د انټرنېټ په سیستم کې پراخ محدودیتونه عملي سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x