د ایران اسلامي جمهوریت د طالبانو او پاکستان د اوربند هرکلی وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا عمومي رئیس، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند له تړون څخه هرکلی کړی او دا یې یو «ګټور، رغوونکی او د پام وړ اقدام» بللی دی.
د ایران اسلامي جمهوریت د طالبانو او پاکستان د اوربند هرکلی وکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا عمومي رئیس محمدرضا بهرامي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند تړون ته په غبرګون کې ویلي چې دا اقدام د سیمه‌ییز تاوتریخوالې د کمېدو لپاره یو مثبت ګام دی. بهرامي د یکشنبې په ورځ (د میزان ۲۷مه) په خپل ایکس (تویټر) پوسټ کې لیکلي: «د سیمې د ټولو هېوادونو ګډې ګټې د ارامۍ، ثبات او امنیت په ټینګښت کې دي.» هغه ټینګار کړی چې «خبرې اترې او متقابل تعامل د شخړو د حل تر ټولو غوره لاره ده.»

د ایران د دې دیپلومات څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو او پاکستان د استازو خبرې په دوحه، د قطر په پلازمېنه کې، د «بشپړ اوربند» په موافقې سره پای ته رسېدلې دي. د یادونې وړ ده، تر دې مخکې د پاکستان د پوځ له خوا د پکتیکا او کندهار پر ولایتونو هوایي بریدونه سوي وو چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل سول.

ایران، د افغانستان د ګاونډي هېواد په توګه، تل ټینګار کړی چې د سیمې شخړې باید د سیاسي او دیپلوماتیکو لارو حل سي دا دریځ د بهرامي په تازه څرګندونو کې هم څرګند سوی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x