طالبانو او پاکستان د اوربند تړون لاسلیک کړ

د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سمدستي اوربند تړون د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې لاسلیک سو. دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو کړکېچ ته د پای ټکی ږدي.
طالبانو او پاکستان د اوربند تړون لاسلیک کړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو او پاکستاني پلاوو په دوحه کې د خبرو اترو وروسته د «سمدستي اوربند او د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ګډو میکانیزمونو» پر سر موافقه وکړه.

په اعلامیه کې راغلي چې دا خبرې د قطر او ترکیې د حکومتونو په منځګړیتوب ترسره سوې دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دواړه خواوې به په راتلونکو ورځو کې د تعقیبي ناستو له لارې د اوربند د دوام، د تطبیق د څرنګوالي او د باور جوړونې د میکانیزمونو ارزونه او پیاوړتیا وکړي،

څو د دواړو هېوادونو د امنیت او ثبات د ټینګښت لامل سي. دغه وزارت هیله څرګنده کړې چې دا مهم ګام به د «دواړو ورونو هېوادونو» ترمنځ د پولو کړکېچ ته د پای ټکی اېږدي او په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره یو قوي بنسټ اېږدي.

د طالبانو او پاکستان پلاوي له یوې اونۍ کړکېچ او جګړو وروسته پرون قطر ته ورسېدل او بالاخره د اوربند پر تړون سره سلا سول. دا موافقه په داسې حال کې وسوه چې د جمعې په شپه د پاکستاني پوځ لخوا د افغانستان د پکتیکا ولایت ځینې برخې بمبار سوې چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل سوي او ټپیان سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x