مهاجر فراهی: طالبان به په دوحه کې د پاکستان پر پوځ بریالي سي

مهاجر فراهی، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د طالبانو او پاکستاني پلاوو د دوحې خبرو ته په اشاره سره ویلي چې طالبان به دا ځل هم، لکه پخوا، د «پاکستان پر پوځ چې د امریکا په استازیتوب جګړه کوي» بریالي سي.
مهاجر فراهی: طالبان به په دوحه کې د پاکستان پر پوځ بریالي سي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، مهاجر فراهی، چې د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال دی، ویلي چې طالبان به دا ځل هم، لکه پخوا، د «پاکستان پر پوځ چې د امریکا په استازیتوب جګړه کوي» بریالي سي. فراهی د شنبه په ورځ د میزان ۲۶مه، په خپله ایکس پاڼه لیکلې چې طالبان په دوحه کې له پاکستاني چارواکو سره د روانو خبرو په بهیر کې له قوي دریځه برخمند دي.

او زیاته کړې یې ده: طالبان به دا ځل هم، د هغه پوځ په وړاندې بریا ترلاسه کړی چې د امریکا په استازیتوب جګړه کوي. هغه زیاته کړه چې طالبانو پنځه کاله مخکې هم په همدې ښار (دوحه) کې له امریکایي پلاوي سره په قوي دریځ خبرې وکړې او هغه هدف ته ورسېدل چې کلونه یې ورته مبارزه کړې وه.

فراهی په ټینګار وویل: «کله چې موږ له یوه لوړ قدرت سره له پیاوړی دریځ خبرې وکړې، نو د هغه پوځ پر وړاندې به هم بریالي سو چې د هغوی په نماینده ګی جګړه کوي.» د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال په پای کې څرګنده کړې چې د طالبانو حکومت د دوحې روانو خبرو ته په مثبت نظر ګوري او هیله لري چې دا خبرې به د دواړو خواوو لپاره د رضایت وړ پایله ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x