د خوړو نړېواله ورځ؛ د هېر سوي هېواد د لوږې چیغه

افغانستان نن د سرچینو له کموالي نه، بلکې د وجدان د نشتوالي له امله ځوریږي. دا هغه خاوره ده چې د پښو لاندې یې طلا او اوبه سته، خو د خلکو په خیټو کې ډوډۍ نسته. له فاسدو جمهوریتونو نیولې تر بې‌تدبیره امارته، ټول د عدالت او مسئولیت په ازموینه کې ناکام سول.
د خوړو نړېواله ورځ؛ د هېر سوي هېواد د لوږې چیغه

لیکوال: ز. نظري

په داسې حال کې چې نړۍ د خوړو په نړېوالې ورځ د انسان د «ډوډۍ حق» یادونه کوي، په افغانستان کې له هر درې کسانو یو د لوږې له عذاب سره لاس او ګرېوان دی. دا شمېر یوازې یو عدد نه دی، بلکې یو تاریخي سند دی د هغو نظامونو د ناکامۍ چې له ۲۰۰۱ کال وروسته راغلل؛د کرزي او غني احمدزي فاسدو جمهوریتونو څخه نیولې تر د طالبانو بې‌برنامې امارته.

دا هغه خاوره ده چې میلیاردونه ډالر نړیوالې مرستې یې ترلاسه کړې، خو نن د اخلاقي او انساني قحطۍ پر درشل ولاړه دي. د اکتوبر ۱۶مه د خوړو نړېواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې ملګري ملتونه یې د دې لپاره یادونه کوي، څو انسان وپوهېږي چې «ډوډۍ» حق دی، نه امتیاز. خو په افغانستان کې ډوډۍ سیاسي توکي ګرځېدلې؛ بیه یې بېوزلی د خپل غیرت په بدل کې ورکوي او واکمن پرې سودا کوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې له هر درې وګړو یو د خوړو له ناامنۍ سره مخ دی، او دوه پر درې کورنۍ نه سي کولای د ورځې خواړه برابر کړي. دا ناورین د هغو نظامونو مستقیم محصول دی چې د عقل پر ځای یې د حرص او فساد بنسټ ایښی وو؛ له جمهوریتونو نیولې د طالبانو تر امارت پورې. د جمهوریت په دوو لسیزو کې افغانستان له ۹۰۰ میلیارده ډالرو زیاتې بهرنۍ مرستې ترلاسه کړې، خو پایله یې څه وه؟ اشرف غني احمدزي او حامد کرزي دواړو د عصري جمهوریت په بڼه کې د واک او شتمنۍ مافیايي جوړښتونه رامنځته کړل.

د هېواد شتمني د ارګ د نږدې کړیو، خیالي قراردادونو او نیمګړو پروژو په منځ کې ورک سوه. په داسې حال کې چې بزګران په وچه خاوره کې تخم کري او ښاري کارګران له بې‌کارۍ کړېږي، اشرف غني افغانستان د درواغو د احصائیو نندارتون جوړ کړی وو. په پای کې، هماغه د اصلاحاتو مدعي ولسمشر، د کابل د سقوط پر ورځ له پیسو ډک بکسونه واخیستل او وتښتېد؛ داسې تښتېدنه چې نه یوازې د ملت سره خیانت وو، بلکې د جمهوریت پر مخ یو تاریخي ننگ وو چې یوازې «نوم» یې پاتې سو. له ۲۰۰۱ کال تر نن پورې، هېڅ حکومت د فقر د له‌منځه وړلو یوه ملي او پایښت‌داره تګلاره نه ده جوړه کړې.

د بهرنیو مرستو پر بنسټ نه یوازې فقر کم نه کړ، بلکې اقتصاد یې په خطرناک ډول د مرستو له عادت سره تړلی وساته. نه د کرنې جوړښت اصلاح سو، نه د کار بازار رامنځته سو، نه د مالیې عدالت ټينګ سو. خلک د پرمختګ د وعدو په بدل کې سیسټماټیک فقر ته ورټیل وهل سوي. رښتیا خو دا ده چې دولتونو پر لوږه حکومت کړی او ډوډۍ یې د ولس د کنټرول وسیله ګرځولې ده.

له جمهوریت د سقوط وروسته طالبان د اسلامي عدالت په شعار راغلل، خو څلور کاله وروسته افغانستان د خپل تاریخ تر ټولو سخت اقتصادي وضعیت تجربه کوي. نړیوال بندیزونه، سیاسي انزوا، د ښځو او انجونو د زده‌کړې بندېدل، د ښځینه سرپرستو کورنیو د کار مخنیوی، او د متخصصو کسانو تښتېدل، د فقر کړۍ لا نوره ژوره کړې ده. طالبانو د اقتصادي جوړښت د اصلاح او د ملي تولید د پیاوړتیا پر ځای، یوازې له تشو او لنډمهالو سیاستونو کار واخیست. اوس ښځې او ماشومان د دې بحران تر ټولو ستر قربانیان دي؛ نه یوازې د فزیکي لوږې له امله، بلکې د زده‌کړې، روغتیا او روحی فقر له امله هم.

طالبان د خپلو پخوانیو په څېر، ډوډۍ له «حق» څخه «رحمت» ګرځولې ده، او نړیواله ټولنه د یوازیني نجات‌لارې په توګه ګوري، پرته له دې چې د ځان د بسیا کولو کومه طرحه ولري. لوږه په افغانستان کې نور یوازې یو اقتصادي حالت نه دی، بلکې د ټولنیز او اخلاقي تاوتریخوالي یوه بڼه ده. کله چې یوه مور اړ کېږي د خپل زوی د خوړو او د خپل بدن د یوې برخې د پلور ترمنځ انتخاب وکړي، دا د تقدیر خبره نه ده، بلکې د سیاسي خیانت پایله ده.

فقر په افغانستان کې یو جوړښتي، تاریخي او قصدي پدیده ده، چې ددې لپاره دوامداره ساتل سوې چې خلک هېڅکله اقتصادي او فکري خپلواکي ته ونه رسېږي. په دیني لید کې هم د خلکو لوږه د حاکمانو یو الهي مسئولیت دی؛ ځکه رسول الله ﷺ فرمایلي: «هغه څوک چې شپې ویده سي خو ګاونډی یې وږی وي، زموږ له امت څخه نه دی.» افغانستان نن د منابعو له کموالي نه، بلکې د وجدان له نشتوالي کړېږي. دا خاوره چې د پښو لاندې یې طلا او اوبه دي، د خلکو په خیټو کې ډوډۍ نشته. له فاسدو جمهوریتونو تر بې‌تدبیره امارته، ټول د عدالت او مسئولیت په ازموینه کې پاتې راغلي. د خوړو نړېواله ورځ زموږ لپاره یوازې یوه نیټه نه ده، بلکې هغه هنداره ده چې د واکمنانو اصلي څېره د لوستي ولس پر وړاندې انځوروي.

د افغانستان د ژغورنې لاره یوازې په ډوډۍ کې نه ده، بلکې په ډوډۍ، عقل، عزت او ټولنیز عدالت کې ده. تر هغه چې سیاست د خلکو پر دسترخان واکمن وي، نه جمهوریت، نه امارت، بلکې یوازې لوږه به تلپاتې وي.

د افغانستان د ژغورنې لاره یوازې په ډوډۍ کې نه ده، بلکې په ډوډۍ، عقل، عزت او ټولنیز عدالت کې ده. تر هغه چې سیاست د خلکو پر دسترخان واکمن وي، نه جمهوریت، نه امارت، بلکې یوازې لوږه به تلپاتې وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x