طالبانو په افغانستان کې د لومړني «DNA» لابراتوار د پرانېستې خبر ورکړ

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یې د لومړي ځل لپاره د «DNA» ازموینو مرکز پرانیستی دی.
طالبانو په افغانستان کې د لومړني «DNA» لابراتوار د پرانېستې خبر ورکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا لومړي ځل دی چې په هېواد کې د «DNA» ازموینو لابراتوار جوړېږي. دا په داسې حال کې ده چې د پخواني حکومت د عامې روغتیا وزارت پنځه کاله وړاندې د ورته لابراتوار د جوړېدو خبر ورکړی وو.

مولوي نورجلال جلالي، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، د دې لابراتوار د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې هڅې روانې دي څو د خلکو تشخیصي خدمتونو ته لاس‌رسی زیات سي او یو ثابت او پایدار روغتیايي سیستم رامنځته سي. نوموړي زیاته کړه چې ددې لابراتوار په فعالېدو سره به د عدلي طب په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته سي.

جلالي وویل: «د دې لابراتوار په فعالېدو سره به د هغو مړو پېژندنه آسانه سي چې د ظاهري بڼې له مخې پېژندل یې ګران وي.» د پخواني حکومت د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په ۱۳۹۸ کال د حوت په میاشت کې اعلان کړی وو چې د «DNA» لابراتوار جوړ سوی او له دې لارې به د طبي، عدلي، قضايي او امنیتي برخو یو شمېر ستونزې حل سي. په تېر حکومت کې د عدلي طب ریاست د یو قرارداد له مخې د «DNA» ازموینې په کاناډا کې ترسره کولې.

طالبان په داسې حال کې د «DNA» لابراتوار د جوړېدو خبر ورکوي چې د افغانستان روغتیايي نظام د نړیوالو د مرستو د کمېدو له امله له سخت بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، سلګونه روغتیايي مرکزونه د مرستو د پرېکېدو له امله تړل سوي او پاتې مرکزونه د وسایلو او کارکوونکو له کمښت سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x